ایکنا – (کابل) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر وايي، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي، نو طالبانو د رسنیو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانین وضع کړي دي.
د خبر لمبر: 3487824 خپرونې تاریخ : 2023/08/21
ایکنا – (کابل) د ۲۰۲۱ کال د آګست له پنځلسمې نېټې څخه په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د رسنیو لپاره یولړ محدودیتونه رامنځته شوي او تراوسه ډېر خبریالان او د رسنیو خاوندان نیول شوي دي.
د خبر لمبر: 3487803 خپرونې تاریخ : 2023/08/17
ایکنا - (کابل) آر اېس ایف یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
د خبر لمبر: 3487773 خپرونې تاریخ : 2023/08/12
نړیواله ډله: د ښځو چارو وزارت وايي، دا پېښې په جوزجان، سرپل، بغلان، سمنګان، هلمند، بلخ، بامیان، پروان او هرات کې په رسمي ډول ثبت شوې دي، چې د ښځو وهل ډبول، جنسي تیری، قتل، له کوره شړنه، شکنجه، اجباري ودونه او نور په کې شامل دي.
د خبر لمبر: 3482536 خپرونې تاریخ : 2019/11/26